احدي: په سویس کې د افغانستان شتمنیو ۷۰۰ میلیون ډالره ګټه کړې

د مالیې او سوداګرۍ پخواني وزیر ډاکټر انورالحق احدي ویلي، په سویس کې د افغانستان د شتمنیو ارزښت د ترلاسه شوې ګټې له امله ۴.۲ میلیاردو امریکايي ډالرو ته رسېدلی او یوازې ۷۰۰ میلیونه ډالره ګټه یې کړې ده.

احدي دا څرګندونې د افغانستان د پوهانو او متخصصانو ټولنې په اویاوم انلاین کنفرانس کې وکړې، چې د «افغانستان اقتصادي او سیاسي وضعیت؛ واقعیتونه او راتلونکی لید» تر سرلیک لاندې جوړ شوی و.

د نوموړي په وینا، تر اوسه له دغو شتمنیو هېڅ لګښت نه دی شوی او که وضعیت عادي شي، دا پانګه به د افغانستان بانک ته وسپارل شي.

احدي د امریکا له خوا د کنګل شویو پاتې ۳.۵ میلیاردو امریکايي ډالرو په اړه هم وویل، تر اوسه دوو محکمو د افغانستان په ګټه پرېکړه کړې او ډېر احتمال شته چې وروستۍ محکمه هم د دغو شتمنیو د ازادېدو او د افغانانو د پانګې د خوندي پاتې کېدو پرېکړه وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا