کرزي د روان فرهادي پر مړینه خواشیني وښوده

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د نومیالي عالم، فرهنګي شخصیت او وتلي ډیپلومات ډاکټر عبدالغفور روان فرهادي پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

حامد کرزي په خپره کړې خواخوږۍ پېغام کې ویلي، ارواښاد ډاکټر عبدالغفور روان فرهادي د سفیر، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي، استاد او لیکوال په توګه هېواد او خلکو ته ارزښتناک او نه هېریدونکي خدمتونه ترسره کړي دي.

نوموړي د ارواښاد مړینه د هېواد لپاره ستره ضایعه بللې او د هغه له علمي، فرهنګي او ډیپلوماتیکو خدمتونو یې ستاینه کړې ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د ارواښاد ډاکټر عبدالغفور روان فرهادي کورنۍ، دوستانو او د هېواد فرهنګي ټولنې ته خپله ژوره خواخوږي او ډاډګیرنه وړاندې کړې، ارواښاد ته یې د فردوس جنت او کورنۍ ته یې د الله تعالی له درباره د جمیل صبر او زغم دعا کړې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا