د غوري سیمنټو درېیمه فابریکه د ۸۷ میلیونه ډالرو په لګښت جوړیږي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي، د غوري سمنټو درېیمې فابریکې د جوړولو چارې ۱۸.۵ سلنه بشپړې شوې او تمه ده چې دغه پروژه به په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یاد معاونیت د معلوماتو له مخې، دغه فابریکه به هره ورځ ۵۰۰ ټنه معیاري سمنټ تولید کړي او شاوخوا ۶۰۰ کسانو ته به د کار مستقیم فرصتونه برابر کړي.

سرچینه زیاتوي، د دې فابریکې په فعالیت سره به د هېواد د سمنټو د اړتیا د پوره کولو ظرفیت لوړ شي، د کورنیو تولیداتو کچه به زیاته شي او د ساختماني سکټور د پیاوړتیا لپاره به مهم ګام واخیستل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا