هلمند کې د ۲۲ ټنه قاچاقي توکو د لېږد مخه ونیول شوه

د هلمند ځایي مسوولینو ویلي، په تېره یوه اوونۍ کې لښکرګاه ښار او بهرامچې او ګرمسېر ولسوالیو کې د ۲۲ زره او ۲۲۲ کیلوګرامه خوراکي او غیرخوراکي قاچاقي توکو د لېږد مخه نیول شوې ده.
د مسوولینو په وینا، یاد توکي په لسو باروړونکو موټرو کې لېږدول کېدل او په بېلابېلو وختونو کې یې په ناقانونه توګه د واردېدو او صادرېدو هڅه کېده.
سرچینه زیاتوي، د دغو توکو د قاچاق په تړاو ۱۳ کسان نیول شوي او له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.
ځایي چارواکي ټینګار کوي چې د قاچاق د مخنیوي لپاره به څارنه او قانوني اقدامات لا هم په جدي توګه دوام ولري.

