فضل‌الرحمن: د افغانستان وضعیت تر پاکستان ښه دی؛ هېواد د غرقېدو پر لور روان دی

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن ویلي، د افغانستان وضعیت تر پاکستان ښه دی او پاکستان له ګڼو امنیتي او سیاسي ستونزو سره مخ دی.

نوموړي یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، پاکستان په سیمه کې له بېلابېلو ننګونو سره مخامخ دی او له هند او افغانستان سره یې اړیکې هم کړکېچنې شوې دي. د هغه په وینا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ هر ډول شخړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده او باید د خبرو اترو له لارې حل شي.

فضل‌الرحمن له دواړو هېوادونو وغوښتل چې د یو بل پر ضد له تورونو او تبلیغاتو ډډه وکړي او ټینګار یې وکړ چې د شخړو دوام د ستونزو د هواري لار نه ده.

هغه زیاته کړه، د جمعیت علمای اسلام ګوند د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب لپاره چمتو دی، خو د دې بهیر د پیل لپاره باید مناسب شرایط برابر شي.

د نوموړي په وینا، لوېدیځ هېوادونه په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو خوښ نه دي او پاکستان باید خپلې پالیسۍ د نورو هېوادونو د غوښتنو پر بنسټ تنظیم نه کړي.

فضل‌الرحمن د افغانستان په اړه د پاکستان پر پوځي اقداماتو هم نیوکه وکړه او ویې ویل، پاکستان باید تر هر څه مخکې خپلې کورنۍ امنیتي ستونزې حل کړي او وروسته د نورو هېوادونو په اړه پرېکړې وکړي.

هغه په پای کې له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې په خپلو تګلارو کې بیاکتنه وکړي او د اختلافونو د حل لپاره سیاسي او سوله‌ییزې لارې غوره کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا