مالیزیا کې د اسلامي امارت سرپرست سفیر په نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ

په مالیزیا کې د اسلامي امارت سرپرست سفیر، نقیب‌الله احمدي، د اسلامي فکر او تمدن اتم نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی او د مالیزیا له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره یې لیدنې کړې دي.

په مالیزیا کې د اسلامي امارت سفارت ویلي، دغه کنفرانس د پیراک ایالت په ایپوه ښار کې جوړ شوی و، چې د پیراک سلطان، د مالیزیا د لومړي وزیر مرستیال، دولتي چارواکو، د بېلابېلو هېوادونو علماوو او علمي شخصیتونو پکې ګډون کړی و.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، نقیب‌الله احمدي د کنفرانس په څنډه کې د پیراک ایالت له سلطان نذرین معزالدین شاه، د مالیزیا د لومړي وزیر له مرستیال او د لوړو زده‌کړو له وزیر سره جلا جلا لیدنې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، په دغو لیدنو کې د علمي اړیکو د پراختیا، دوه‌اړخیزو همکاریو او د ګډو ګټو اړوند پر یو شمېر موضوعاتو خبرې شوې دي.

د اسلامي امارت سفارت همداراز ویلي، نقیب‌الله احمدي تر دې وړاندې هم په بېلابېلو نړیوالو کنفرانسونو او علمي غونډو کې د اسلامي امارت استازیتوب کړی دی.

د یادونې وړ ده چې که څه هم اسلامي امارت تر اوسه د روسیې پرته د کوم بل هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو په یو شمېر هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه د اسلامي امارت د استازو له لوري اداره کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا