رواداري: کابل کې د روږدو د درملنې پر مرکز برید جنګي جنایت دی

د بشري حقونو د څار بنسټ «رواداري» په یوه تازه راپور کې ویلي، د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر له میاشتې څخه د ۲۰۲۶ کال تر جون پورې پر افغان خاوره د پاکستاني پوځ د هوايي او توغندیزو بریدونو له امله ۱۱۸۷ افغانانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د راپور له مخې، دغه بریدونه په خوست، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کونړ، کابل، نورستان، کندهار او هلمند ولایتونو کې شوي دي.
رواداري ویلي، د دغو بریدونو له امله د ملکي وګړو ترڅنګ سلګونه استوګنیز کورونه، ښوونځي، روغتیايي مرکزونه، جوماتونه او نور عامه تاسیسات هم ویجاړ شوي دي.
راپور همداراز ادعا کوي چې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یوه روغتون برید «جنګي جنایت» و او په پایله کې یې لږ تر لږه ۳۰۰ ناروغان او د روغتیايي مرکز کارکوونکي شهیدان شوي دي.
تر دې وړاندې هم د بشري حقونو یو شمېر نورو بنسټونو پر افغان خاوره د پاکستاني پوځ هوايي او توغندیز بریدونه غندلي او د دغو بریدونو د درېدو غوښتنه کړې وه.

