د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس په وسلهوال برید کې ووژل شو

د بدخشان امنیه قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار ویلي، د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس ذبیحالله امیري نن سهار د فیضآباد ـ بهارک پر لویه لاره د موټرسایکل سپرو وسلهوالو تر برید لاندې راغلی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د نوموړي په وینا، برید د موټرسایکل سپرو وسلهوالو له لوري ترسره شوی، خو د امنیتي ساتونکو په متقابل غبرګون کې یو بریدګر وژل شوی او د دویم بریدګر د نیولو لپاره عملیات روان دي.
کامګار زیاته کړې، امنیتي ځواکونو د پېښې په تړاو پلټنې پیل کړې او هڅه کوي د برید ټول اړخونه روښانه او ښکېل کسان د قانون منګولو ته وسپاري.

