بدخشان کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس د پېښې په تړاو یو شکمن ژوندی نیول شوی

امنیتي سرچینو ویلي، د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس، انجنیر ذبیحالله امیري، د شهادت په تړاو امنیتي ځواکونو یو بریدګر وژلی او یو بل یې ژوندی نیولی دی.
د سرچینو په وینا، انجنیر ذبیحالله امیري نن سهار د بهارک ولسوالۍ او فیضاباد ښار ترمنځ د دندې پر لور د تګ پر مهال د وسلهوالو په برید کې شهید شوی دی.
چارواکي وایي، له برید وروسته امنیتي ځواکونو سمدستي عملیات ترسره کړل چې په ترڅ کې یې یو بریدګر ووژل شو او بل ژوندی ونیول شو.
امنیتي مسوولینو زیاته کړې، د پېښې د ټولو اړخونو د روښانولو لپاره پلټنې روانې دي او له بشپړو څېړنو وروسته به نور معلومات له خلکو سره شریک شي.

