په پنجشېر کې ۶ زره او ۷۵۵ قیراطه زمرد وپلورل شول

د پنجشېر سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت له کانونو ایستل شوي ۶ زره او ۷۵۵ قیراطه زمرد د یوې رسمي داوطلبۍ له لارې په ۱۴ میلیونه، ۴۵۳ زره او ۸۰۰ افغانیو پلورل شوي دي.
د پنجشېر د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې، د زمردو د پلور بهیر د ټاکل شویو اصولو له مخې ترسره شوی او ترلاسه شوې عواید به د کانونو د قانوني مدیریت او پراختیا لپاره وکارول شي.
خبرپاڼه زیاتوي، د کانونو د سروې او تخنیکي ارزونې په ترڅ کې د پنجشېر په بېلابېلو سیمو کې د زمرد، بېروج او تورمالین ۴۲ نوي کانونه هم تثبیت شوي دي.
د مسوولینو په وینا، د نویو کانونو تثبیت او د قیمتي ډبرو قانوني استخراج به د کانونو سکټور د لا پیاوړتیا، کورنیو عوایدو د زیاتوالي او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام وي.

