تورخم کې له پاکستانه راوړل شوي قاچاقي درمل او توکي ضبط شول

سرحدي ځواکونو د ننګرهار ولایت د مهمندرې ولسوالۍ د تورخم په سیمه کې یوه اندازه درمل او بېلابېل قاچاقي توکي ضبط کړي دي.
په ختیځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند، وحیدالله محمدي، ویلي چې یاد درمل او توکي په غیرقانوني ډول له پاکستان څخه افغانستان ته د لېږد پر مهال د سرحدي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.
د نوموړي په وینا، نیول شوي توکي له لومړنیو قانوني او تخنیکي څېړنو وروسته اړوندو قانوني مراجعو ته سپارل کېږي.
چارواکي ټینګار کوي چې د سرحدونو له لارې د قاچاق د مخنیوي لپاره امنیتي تدابیر لا پیاوړي شوي او د غیرقانوني وارداتو پر وړاندې مبارزه په جدي توګه دوام لري.

