غښتلی بدن، خو نازک ژوند: د ځوانو باډيبلډرانو د مرګ علتونه

په وروستیو کلونو کې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د ځوانو او مشهورو باډيبلډرانو ناڅاپي مړینو د ورزش او روغتیا د متخصصانو اندېښنې زیاتې کړې دي. تازه، ۳۵ کلن برازیلی باډيبلډر او فټنس انفلونسر مایلسون اراوجو، چې لسګونه زره مینهوال یې لرل، د خپل وروستي ورزشي انځور له خپرولو څو ساعته وروسته په خپل کور کې ناروغ شو او ژوند یې له لاسه ورکړ. که څه هم د هغه د مړینې اصلي لامل لا هم په رسمي ډول نه دی اعلان شوی، خو نوموړی د هغو ورزشکارانو په ډله کې شامل شو چې په کم عمر کې یې ناڅاپي مړینې پراخ بحثونه راپارولي دي.
تر دې وړاندې هم د برازیل ځوان باډيبلډر ګابریال ګانلي د ۲۲ کلونو په عمر د ناڅاپي قلبي ستونزې له امله مړ شوی و. همدارنګه، په وروستیو کلونو کې یو شمېر نور نړیوال باډيبلډران هم د زړه د ناروغیو او ناڅاپي روغتیايي ستونزو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ۲۰۲۵ کال یوې پراخې علمي څېړنې، چې پر شاوخوا ۲۰ زره شوقي او مسلکي باډيبلډرانو ترسره شوې، موندلې چې مسلکي سیالان د شوقي ورزشکارانو په پرتله د ناڅاپي قلبي مړینې له څو برابره لوړ خطر سره مخ دي. څېړونکو د ثبت شویو مړینو په ارزونه کې موندلې چې د فعالو سیالیو پر مهال د مړو شویو ورزشکارانو منځنی عمر یوازې شاوخوا ۳۵ کاله و.
متخصصان وایي، د دې خطر مهم عوامل د عضلاتو د ودې لپاره د فعالیت لوړونکو درملو او انابولیک سټیروېډونو کارول، د سیالیو لپاره په چټکۍ سره وزن کمول، سخت او دوامدار تمرینونه او ځینې ارثي قلبي ناروغۍ ګڼل کېږي. د دوی په وینا، د دغو عواملو ګډ اغېز کولی شي د زړه پر عضلو فشار زیات او د ناڅاپي قلبي ستونزو احتمال لوړ کړي.
یوه بله علمي څېړنه ښيي، هغه کسان چې انابولیک سټیروېډونه کاروي، د زړه د عضلې د کمزورۍ، د زړه د حملې او د زړه د ناکامۍ له لوړ خطر سره مخ وي. ډاکټران وایي، دا درمل د وینې فشار لوړوي، د رګونو په دننه کې د چربۍ راټولېدو ته زمینه برابروي او د زړه په جوړښت کې بدلونونه رامنځته کوي.
د هغو ورزشکارانو د مړینې وروسته طبي معاینې، چې په ځوان عمر کې یې ژوند له لاسه ورکړی، په ډېرو مواردو کې د زړه غیرعادي غټېدل او د زړه د عضلو ضخامت زیاتوالی ښودلی دی. متخصصان باور لري چې دا بدلونونه د زړه د بېنظمې ضربان او ناڅاپي قلبي مړینې خطر زیاتوي.
د سپورټي طب متخصصین ټینګار کوي چې د وزن پورته کولو تمرینونه په خپله د بدن لپاره ګټور دي، خو که له فعالیت لوړونکو درملو او سټیروېډونو سره یو ځای شي، د زړه لپاره جدي روغتیايي خطرونه رامنځته کولای شي. د هغوی په وینا، د زړه ځینې ناروغۍ ارثي هم وي او کله ناکله د سختو تمرینونو، درملو او جنتیکي عواملو ګډ اغېز د ناوړه پایلو سبب ګرځي.
یو شمېر پخواني باډيبلډران، چې وروسته یې د سټیروېډونو کارول پرېښي، وایي که څه هم دغو درملو د عضلاتو په چټکه وده کې اغېز درلود، خو د بېخوبۍ، رواني فشار، هورموني ګډوډیو او نورو روغتیايي ستونزو لامل هم شوي دي. د دوی په باور، د دغو درملو لپاره هېڅ بشپړه خوندي لاره نه شته او ډاکټران یوازې د رامنځته شویو زیانونو د کنټرول هڅه کولای شي.
روغتیايي متخصصان سپارښتنه کوي چې ورزشکاران دې د عضلاتو د چټکې ودې لپاره له غیرمجازو درملو او سټیروېډونو ډډه وکړي، منظمې طبي معاینې ترسره کړي او د مسلکي ډاکټرانو تر لارښوونې لاندې تمرینونه وکړي، ځکه ظاهري ځواک او قوي عضلات تل د سالم زړه او بشپړې روغتیا معنا نه لري.

