د ناروې په مرسته د ماینپاکۍ څلور کلنه پروژه پیل شوه

د افغانستان په اته ولایتونو کې د ماینونو او چاودېدونکو توکو له ککړو سیمو د پاکولو لپاره څلور کلنه پروژه د ۴.۸ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت پیلېږي.
د معلوماتو له مخې، دغه پروژه په کابل کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مخنیوي ادارې او د ماینپاکۍ نړیوال سازمان «هالو ټرسټ» ترمنځ د همکارۍ له تړون وروسته عملي کېږي او مالي لګښت یې د ناروې حکومت پر غاړه اخیستی دی.
د تړون د لاسلیک مراسمو پر مهال، افغان چارواکو د ماینپاکۍ فعالیتونو پراخولو او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونو زیاتولو پر اړتیا ټینګار کړی.
چارواکي وایي، له تېرو جګړو پاتې ماینونه او ناچاوده مهمات لا هم د هېواد په ځینو سیمو کې د خلکو ژوند ته جدي ګواښ پېښوي.
هالو ټرسټ ویلي، د چاودېدونکو توکو له ګواښونو سره د مبارزې په برخه کې به خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
د موسسې په وینا، د ککړو سیمو پاکولو ترڅنګ به د مسلکي روزنې، د ناچاوده مهماتو د شنډولو او د چاودېدونکو توکو د تصفیې چارې هم ترسره شي.
دغه پروژه به په غزني، کندهار، زابل، هلمند، هرات، لوګر، پکتیکا او لغمان ولایتونو کې عملي شي.
تمه ده چې د پروژې تر پایه به له ۱۱ میلیون مربع مترو ډېره ککړه ځمکه پاکه او شاوخوا ۳۲ میلیونه او ۶۰۰ زره کسان به په مستقیم او غیرمستقیم ډول ترې ګټه واخلي.
په پروګرام کې د ناچاوده مهماتو پېژندنه او شنډول، د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو پر وړاندې مبارزه، د جګړو پاتې شوني پاکول او د وسایطو ضد ماینونو له امله ککړو سیمو تصفیه هم شامل دي.

