د انسان قاچاق پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ؛ د دې پدیدې د پای ته رسېدو غوښتنه

نن، پنجشنبه د جولای ۳۰مه، په ټوله نړۍ کې د انسان‌قاچاق پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ نمانځل کېږي.

د دې ورځې موخه د انسان‌قاچاق له ګواښونو سره د مبارزې په اړه د عامه پوهاوي لوړول، د قربانیانو ملاتړ او د دې پدیدې د مخنیوي لپاره د نړیوالو هڅو پیاوړتیا ده.

ملګرو ملتونو په ۲۰۱۳ کال کې د جولای ۳۰مه د انسان‌قاچاق پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې په توګه ونوموله، څو هېوادونه او اړوندې ادارې د انسانانو د قاچاق د مخنیوي، د قاچاق‌برانو د شبکو د له منځه وړلو او د قربانیانو د ملاتړ لپاره ګډ اقدامات زیات کړي.

انسان‌قاچاق د بشري حقونو له مهمو سرغړونو څخه ګڼل کېږي چې میلیونونه کسان د استثمار، جبري کار، ناوړه ګټې اخیستنې او نورو ډولونو تاوتریخوالي له خطر سره مخ کوي.

ماشومان، ښځې او نور زیان‌من کسان د دې پدیدې تر ټولو ډېر احتمالي قربانیان بلل کېږي.

په افغانستان کې هم اقتصادي ستونزې، بې‌کاري، د کار محدود فرصتونه او د قانوني کډوالۍ د لارو کمښت د دې لامل شوي چې یو شمېر کسان له ناقانونه مسیرونو د سفر هڅه وکړي؛ هغه لارې چې مسافر پکې د انسان‌قاچاق او نورو ګواښونو له خطر سره مخ کېدای شي.

د کډوالۍ او بشري حقونو فعالان وایي، د قانوني کډوالۍ لارو پراخول، د عامه پوهاوي لوړول، د زیان‌منو کسانو ملاتړ او د انسان‌قاچاق شبکو پر وړاندې جدي او ګډه مبارزه کولی شي د دې پدیدې د پراخېدو مخه ونیسي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا