ناروې کې یو افغان د یوې ځوانې ښځې د وژنې په تور نیول شوی

د ناروې پولیسو یو ۳۴ کلن افغان وګړی د خپلې ناروېژۍ ملګرې د مړینې په تړاو نیولی او د قتل په قضیه کې یې تر څېړنې لاندې راوستی دی.
د راپورونو له مخې، پولیسو د یکشنبې په ماښام د ناروې په سوېللوېدیځ یرن سیمه کې یوه کور ته هغه مهال مراجعه وکړه چې د یوې ټپي شوې ښځې په اړه یې خبر ترلاسه کړ.
پولیسو ښځه په نازک روغتیايي حالت کې وموندله او روغتون ته یې ولېږدوله، خو نوموړې د خپلو ټپونو له امله ژوند له لاسه ورکړ.
پولیسو یاد افغان وګړی هماغه ورځ نیولی و.
نوموړی په لومړي سر کې د قتل د هڅې په شک نیول شوی و، خو د ښځې له مړینې وروسته قضیه د قتل موضوع ته بدله شوه.
د ناروې یوې محکمې پرېکړه کړې چې شکمن کس به څلور اوونۍ تر محاکمې مخکې بند کې ساتل کېږي او پر اړیکو به یې هم محدودیتونه لګېږي.
د نوموړي وکیل بیا د محکمې له پرېکړې سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې موکل یې د ښځې په مړینه کې هېڅ رول نه لري.
شکمن کس د قتل تور رد کړی دی.
د هغه وکیل ویلي، ښځه ناڅاپه ناروغه شوې وه او شکمن کس له یوه ګاونډي غوښتي وو چې د بېړنیو مرستو لپاره له اړوندو ادارو سره اړیکه ونیسي.
پولیسو ویلي، د پېښې په تړاو یې څېړنې روانې دي او د قضیې په ارزونه کې به راټول شوي شواهد، د طبي معایناتو پایلې او نور اړوند معلومات په پام کې ونیول شي.
راپورونه وايي، دغه قضیه ځکه هم د پام وړ شوې چې شکمن کس تر دې وړاندې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په یوه بله قضیه کې محکوم شوی و.

