پنځه افغان لوبغاړي د کرېکټ نړۍ د غوره لسو لوبغاړو په نوملړ کې شامل شول

د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) په تازه درجهبندۍ کې پنځه افغان لوبغاړي د نړۍ د غوره لسو لوبغاړو په نوملړ کې شامل شوي دي.
د یو ورځنیو سیالیو د توپاچوونکو په درجهبندۍ کې راشد خان د ۶۸۲ امتیازونو په لرلو سره د نړۍ لومړی مقام ساتلی دی.
نوموړي په شل اوریزو سیالیو کې هم د ۷۵۳ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د توپاچوونکو په نوملړ کې لومړی ځای خپل کړی، په داسې حال کې چې مجیب الرحمن د ۶۶۳ امتیازونو په لرلو سره اتم مقام لري.
په یو ورځنیو سیالیو کې عظمتالله عمرزي د ټولو اړخیزو لوبغاړو په نوملړ کې د ۳۱۶ امتیازونو په لرلو سره لومړی مقام ساتلی دی.
محمد نبي د ۲۵۸ امتیازونو په ترلاسه کولو سره درېیم او راشد خان د ۲۲۰ امتیازونو په لرلو سره اتم مقام لري.
په شل اوریزو سیالیو کې عظمتالله عمرزي د ۲۴۱ امتیازونو په لرلو سره اووم او محمد نبي د ۲۰۹ امتیازونو په لرلو سره اتم مقام خپل کړی دی.
بلخوا، د یو ورځنیو سیالیو د توپوهونکو په نوملړ کې ابراهیم ځدراڼ د ۷۱۲ امتیازونو په لرلو سره پنځم ځای ساتلی او د نړۍ د مخکښو توپوهونکو په ډله کې پاتې شوی دی.
د کرېکټ نړیوالې شورا تازه درجهبندي ښيي چې افغان لوبغاړي د توپاچونې، توپوهونې او ټولو اړخیزو لوبو په برخو کې لا هم د نړۍ له مخکښو لوبغاړو شمېرل کېږي او په نړیوال کرېکټ کې یې د افغانستان د لوبډلې اعتبار لا پیاوړی کړی دی.

