نړیوال بانک: د افغانستان ډېره بهرنۍ سوداګري د ایران او مرکزي اسیا له لارو کېږي

نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي، د افغانستان بهرنۍ سوداګري د وروستیو کلونو په ترڅ کې د پام وړ بدلون موندلی او له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له محدودېدو وروسته، د هېواد د صادراتو او وارداتو ډېره برخه د مرکزي اسیا او د ایران اسلامي جمهوریت له لارو ترسره کېږي.

راپور ښيي چې د مرکزي اسیا هېوادونه او د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان د سوداګرۍ لپاره په مهمو ترانزیټي دهلېزونو بدل شوي او د وارداتي او صادراتي توکو د لېږد یوه لویه برخه اوس د همدې لارو له لارې ترسره کېږي.

د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، د پاکستان له لارې د افغانستان د سوداګریزو انتقالاتو ونډه د پام وړ راکمه شوې او په ځینو برخو کې نږدې صفر ته رسېدلې ده.

راپور زیاتوي، افغانستان پخوا د خپلې بهرنۍ سوداګرۍ ډېره برخه د پاکستان له لارې ترسره کوله، خو د سوداګریزو لارو له بدلون او د بدیلو ترانزیټي مسیرونو له پراخېدو سره، د مرکزي اسیا هېوادونو او د ایران اسلامي جمهوریت لارو اهمیت ورځ تر بلې زیات شوی او د هېواد په سوداګریزو اړیکو کې یې مهم رول خپل کړی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا