چین او ترکیې د افغانستان پر وضعیت او سیمه‌ییزو همکاریو خبرې کړې

د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي، یو شیاویونګ، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا له عمومي رئیس، جهاد اېرګینای، سره د افغانستان اړوند مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

د یو شیاویونګ د خپرو کړو معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان وضعیت، سیمه‌ییز امنیت او ثبات، او د هېواد د سوله‌ییزې بیارغونې په اړه د نظرونو تبادله شوې ده.

دواړو لوریو د افغانستان د ثبات، بیارغونې او پرمختګ په برخه کې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی او د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا اهمیت یې یاد کړی دی.

یو شیاویونګ تر دې وړاندې هم د افغانستان د وضعیت په تړاو د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره ورته لیدنې او سلا مشورې کړې دي.

چین، که څه هم تر اوسه د افغانستان اسلامي امارت په رسمي توګه نه دی په رسمیت پېژندلی، خو په تېرو کلونو کې یې له افغانستان سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړې دي.

ترکیه هم له هغو هېوادونو څخه ده چې له رسمي پېژندنې پرته له افغانستان اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې اړیکې ساتي، او د دواړو لوریو ترمنځ د چارواکو متقابل سفرونه او سیاسي تماسونه دوام لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا