ناسا: د اګست په ۱۲مه به بشپړ لمرنیونه رامنځته شي

د ناسا د نجومي محاسباتو له مخې، د اګست په ۱۲مه، چې د اسد له ۲۱مې نېټې سره برابره ده، بشپړ لمرنیونه رامنځته کېږي او د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې به د لیدو وړ وي.
د ناسا د معلوماتو له مخې، د دې طبیعي پدیدې د ژوندۍ خپرونې او ورسره د یو شمېر علمي څېړنو لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی دی.
بشپړ لمرنیونه به د ګرینلنډ، ایسلنډ، د روسیې په شمال، د اطلس سمندر پر ځینو برخو، هسپانیه او د پرتګال په یوې کوچنۍ سیمې کې ولیدل شي.
همدارنګه، د شمالي نیمه کرې په ګڼو نورو سیمو کې به جزوي لمرنیونه مشاهده شي.
په دغو سیمو کې د امریکا متحده ایالتونه، د کاناډا ډېری برخې، د اروپا ډېره سیمه او د افریقا شمال لوېدیځ هېوادونه شامل دي.
ناسا ویلي، د بشپړ لمرنیونې پر مهال به یو شمېر علمي څېړنې هم ترسره شي.
د څېړونکو یوه ډله به د WB-57 لوړالوتونکې الوتکې په وسیله د سپوږمۍ سیوری تعقیب کړي، څو د لمر د تاج یا کورونا بدلونونه په دقیق ډول وڅېړي.
همدارنګه، د امریکا د څو پوهنتونونو محصلان به په ایسلنډ او هسپانیه کې څېړنیز بالونونه فضا ته ولېږي، څو د لمرنیونې پر مهال د ځمکې پر فضا د لنډمهالي تیاره کېدو اغېزې وڅاري.
د ستورپوهنې د کارپوهانو په وینا، بشپړ لمرنیونه هغه مهال رامنځته کېږي چې سپوږمۍ د ځمکې او لمر ترمنځ واقع شي او سیوری یې د ځمکې پر یوې برخې وغورځېږي، چې له امله یې لمر د لنډ وخت لپاره په بشپړه توګه پټېږي.
ساینسپوهان ټینګار کوي چې لمرنیونه یوه طبیعي او عادي نجومي پدیده ده او هر کال د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې لږ تر لږه یو ځل رامنځته کېږي.
د هغوی په وینا، له دې پدیدې وېره علمي بنسټ نه لري او تر ډېره د معلوماتو د کمښت له امله رامنځته کېږي.
کارپوهان سپارښتنه کوي چې د لمرنیونې د لیدلو پر مهال باید هېڅکله لمر ته په لوڅو سترګو ونه کتل شي، ځکه دا کار د سترګو د جدي او دایمي زیان سبب کېدای شي.
د لمرنیونې د خوندي لیدلو لپاره باید ځانګړي معیاري فلټر لرونکي عینکې یا نور منظور شوي وسایل وکارول شي.

