کابل کې د ۱۶ کسیزې وسله‌والې غلاکوونکې ډلې غړي ونیول شول

د کابل امنیې قوماندانۍ د یوې ۱۶ کسیزې وسله‌والې غلا کوونکې ډلې د نیولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې یادو کسانو د ښار په بېلابېلو سیمو کې په غلاوو کې لاس درلود.

د امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، دغې ډلې څه موده وړاندې د اتمې امنیتي حوزې اړوند د بیني‌حصار په سیمه کې د یوه کور د غلا پر مهال دوه کسان وژلي او یو بل یې ټپي کړی و.

سرچینه زیاتوي چې د اتمې امنیتي حوزې پولیسو د کشفي او استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې د دې ډلې ټول ۱۶ غړي نیولي دي.

د خبرپاڼې له مخې، نیول شویو کسانو په لومړنیو څېړنو کې پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

د عملیاتو پر مهال له یادې ډلې څخه دوه عرادې موټر او پنځه میله تمانچې هم ترلاسه شوې دي.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویلي، نیول شوي کسان تر قانوني څېړنو لاندې دي او له بشپړو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

په وروستیو میاشتو کې د کابل په ځینو سیمو کې د وسله‌والو غلاوو راپورونه زیات شوي، چې د ښاریانو اندېښنې یې هم راپارولې دي.

په همدې حال کې، د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکړی چې د امنیت د ټینګښت او د عامه نظم د ساتنې لپاره به د جرمونو د مخنیوي او د قانون ماتوونکو د نیولو هڅې په جدي ډول دوام ومومي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د وسله‌والو غلو څو ډلې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا