بغلان کې ترافیکي پېښې درې کسان وژلي

د بغلان ولایت مسؤلان وایي، د پلخمري ښار په حسینخېل سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د بغلان ولایت مقام په خبرپاڼه کې ویلي، پېښه پرون (یکشنبه) رامنځته شوې او په مړو شویو کسانو کې یو ماشوم هم شامل دی.
د مسؤلینو په وینا، ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې تر څار لاندې دی.
چارواکو د لومړنیو څېړنو له مخې د پېښې لامل د موټرچلوونکو بېاحتیاطي بللې او له ټولو چلوونکو یې غوښتي چې د ترافیکي اصولو په رعایت، د سرعت په کنټرول او د سفر پر مهال د احتیاط په کولو سره د ورته پېښو مخه ونیسي.
په وروستیو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي.
د مسؤلینو په وینا، د دغو پېښو عمده لاملونه د موټرچلوونکو بېاحتیاطي، لوړ سرعت، د سړکونو نامناسب وضعیت او د ترافیکي اصولو نه مراعاتول دي.
بلخوا اسلامي امارت اړوندو ادارو له چلوونکو غوښتي چې د سفر پر مهال د مسافرو د ژوند خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.
همدارنګه د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د ترافیکي پېښو د کمولو په موخه په لویو مسافر وړونکو موټرو کې د زرګونو GPS وسایلو د نصبولو خبر ورکړی، څو د وسایطو تګ راتګ او سرعت په اغېزمن ډول وڅارل شي.

