اماراتي شرکت افغانستان ته د درملو صادرات بیا پیلوي

د متحده عربي اماراتو د درمل‌جوړونې شرکت «جلفار فارما» اعلان کړی چې له څو کلن ځنډ وروسته به یو ځل بیا افغانستان ته د درملو صادرات پیل کړي.

د معلوماتو له مخې، یاد شرکت په ۲۰۰۳ کال کې افغانستان ته د درملو صادرات پیل کړي وو، خو په ۲۰۱۸ کال کې یې خپل فعالیت درولی و.

اوس یې د افغانستان له یوه درمل‌وېشونکي شرکت سره د ۸۷ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ او درملو د وېش تړون لاسلیک کړی دی.

د تړون له مخې، جلفار فارما به د درملو د عرضې ترڅنګ د افغانستان د روغتیايي سکټور د اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلې همکارۍ هم پراخې کړي.

تمه کېږي چې د دغه تړون عملي کېدل به د درملو د لاسرسي د ښه کېدو، د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او د افغانستان د درملو بازار د لا منظمېدو په برخه کې مثبت اغېز ولري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا