ذاکر جلالي وایي د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ تعامل باید پراخ شي

د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي وایي، د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ تعامل اغېزناک روان دی، خو اړتیا ده چې دا اړیکې په ټولو کچو، په ځانګړي ډول په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ په برخه کې لا پراخې شي.

نوموړي ویلي، په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوی (یوناما) له ټولو اړینو ډیپلوماتیکو اسانتیاوو برخمن دی، خو تر اوسه د افغانستان د اوسني حکومت استازی په ملګرو ملتونو کې رسمي حضور نه لري.

د هغه په وینا، له نږدې پنځو کلونو وروسته باید له اسلامي امارت سره تعامل لا پراخ او عملي شي.

جلالي ټینګار کړی چې د یوناما او اسلامي امارت ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا او د خبرو اترو دوام کولی شي د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره اغېزمن ګام وي.

په ورته مهال، یو شمېر سیاسي شنونکي هم باور لري چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ موضوع د هېواد د ډیپلوماتیک حضور لپاره مهمه ده، خو یادوي چې دا بهیر د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو له پرېکړو او حقوقي مېکانېزمونو سره تړاو لري.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش، رباب فاطمه د افغانستان لپاره د خپلې ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې په توګه ټاکلې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا