افغان فوټسال لوبډلې دویمه پرله‌پسې ماتې وخوړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کانټیننټال سیالیو په دویمه لوبه کې ویتنام ته د ۲ ـ ۱ په پایله ماتې وخوړه.

دا د افغانستان لپاره په روانو سیالیو کې دویمه پرله‌پسې ماتې ده.

ملي لوبډلې تر دې وړاندې خپله لومړۍ لوبه هم د کوربه هېواد تایلنډ پر وړاندې د ۶ ـ ۱ په پایله بایللې وه.

د ۲۰۲۶ کانټیننټال فوټسال سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ د تایلنډ، ویتنام، روسیې او نیوزیلنډ ملي لوبډلې هم ګډون لري او سیالۍ په سیالیزه فضا کې روانې دي.

ټاکل شوې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله خپله درېیمه لوبه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د روسیې پر وړاندې ترسره کړي.

د لوبډلې مینه‌وال هیله لري چې افغان لوبغاړي به په راتلونکو سیالیو کې د غوره لوبې په وړاندې کولو سره مثبتې پایلې خپلې کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا