لوګر کې د ۴۹ ښوونځیو د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د لوګر د پوهنې ریاست خبر ورکړی چې د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د څه باندې ۳۶ میلیون افغانیو په لګښت د ۴۹ ښوونځیو د ودانیو د بیارغونې او اړینو ملحقاتو جوړولو چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یاد ریاست په وینا، یاده پروژه د پوهنې وزارت له لوري د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ پلې شوې ده.

په دې پروژه کې د ښوونځیو د ودانیو ترمیم، د درسي ټولګیو رغول، د احاطوي دېوالونو، د لاس‌مینځلو ځایونو، عصري تشنابونو، د لمریزې برېښنا، د اوبو رسولو سیسټمونو او نورو اړینو اسانتیاوو جوړول شامل وو.

د لوګر د پوهنې ریاست ټینګار کړی چې زده‌کوونکو ته د خوندي، مناسب او معیاري ښوونیز چاپېریال برابرول یې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

د مسوولینو په وینا، د روان کال په ترڅ کې به د ولایت په بېلابېلو سیمو کې د اتو نورو ښوونځیو د بیارغونې چارې هم ترسره شي.

د معلوماتو له مخې، د دغې پروژې په بشپړېدو سره نږدې ۳۰ زره زده‌کوونکو ته د زده‌کړو مناسب چاپېریال برابر شوی، چې د ښوونیزو خدمتونو د پراختیا او د زده‌کړو د کیفیت په ښه کېدو کې به مهم رول ولوبوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا