خلیلزاد وایي پاکستان له اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ شوی

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د بند درېیمې کلیزې په مناسبت ویلي چې پاکستان په تېرو درېیو کلونو کې له اقتصادي او امنیتي پلوه له لا ډېرو ستونزو سره مخ شوی دی.

خلیلزاد پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې د عمران خان د بند له درېیو کلونو وروسته دا پوښتنه مطرح کېږي چې ایا دغه پرېکړه د پاکستان په ګټه وه که په زیان.

د هغه په وینا، که څه هم پاکستان د بهرني سیاست په ځینو برخو کې محدودې لاسته‌راوړنې لرلې، خو اقتصادي وضعیت یې خراب شوی او امنیتي ننګونې یې زیاتې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې چې د پاکستان اړیکې له افغانستان او هند سره هم د تېرو درېیو کلونو په پرتله ترینګلې شوې دي او اوسنی وضعیت د پالیسۍ جدي بیاکتنې ته اړتیا لري.

خلیلزاد د پاکستان د روانو بحرانونو د حل لپاره پر ملي پخلاینې او سیاسي جوړجاړي ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د هېواد د ستونزو د هواري لپاره باید د اختلافونو د کمولو او ګډ تفاهم په لور عملي ګامونه واخیستل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا