د شیخ حسینې په رسنیز پروګرام کې له ګډون وروسته د شکیب الحسن پر کور برید وشو

د بنګلهدېش کرکټ ملي لوبډلې د پخواني لوبډلمشر شکیب الحسن پلرنی کور، د پخوانۍ صدراعظمې شیخ حسینې په یوه انلاین رسنیز پروګرام کې د نوموړي تر ګډون وروسته، د ناپېژاندو کسانو تر برید لاندې راغلی دی.
د پولیسو په وینا، برید د چهارشنبې په ورځ د ماګورا ښار کې شوی، چې بریدګرو د کور ښیښې ماتې کړې او اورلګوونکی بم یې هم ورغورځولی، له امله یې د ودانۍ په پورتني پوړ کې اور لګېدلی دی.
د پېښې پر مهال په کور کې څوک نه وو او چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.
راپورونه وایي، دا برید څو ساعته وروسته له هغه وشو چې شکیب الحسن د پخوانۍ صدراعظمې شیخ حسینې په لومړني انلاین رسنیز پروګرام کې ګډون وکړ. شیخ حسینې په یاد پروګرام کې ویلي وو، سره له ټولو فشارونو به بېرته خپل هېواد ته ستنه شي.
شکیب الحسن، چې د عوامي لیګ ګوند پخوانی پارلماني استازی هم پاتې شوی، د ۲۰۲۴ کال له سیاسي بدلونونو وروسته له بنګلهدېش څخه بهر ژوند کوي.
نوموړی دا مهال د قتل، اختلاس، درغلۍ او د پیسو مینځلو په ګډون له څو قضیو سره مخ دی، خو د دغو قضیو وروستۍ قانوني پایلې لا نه دي اعلان شوې.
پخوانۍ صدراعظمه شیخ حسینه هم د ۲۰۲۴ کال له اګست راهیسې په هند کې اوسیږي او د هغې پر وړاندې لګېدلي تورونه یې سیاسي بللي او رد کړي دي.

