افغانستان او ایران د ویزو اسانتیا او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د افغانستان او ایران چارواکو په هرات کې د یوې ګډې ناستې پر مهال د ویزو د ورکړې د بهیر پر اسانتیا، سوداګریزو راکړو ورکړو پر پراختیا او د ترانسپورتي ستونزو پر هواري ټینګار کړی دی.

د هرات ولایت مقام د رسنیو دفتر ویلي، په افغانستان کې د ایران د سفیر مرستیال سید حسن مرتضوي، د ایران له سرقونسل سره یوځای هرات ته د سفر پر مهال د هرات له والي مولوي اسلام‌جار سره وکتل او د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.

د خبرپاڼې له مخې، مولوي اسلام‌جار د دواړو هېوادونو د وګړو لپاره د ویزو د ورکړې د بهیر د لا اسانه کېدو، د اسلام‌کلا بندر له لارې د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي او د دوغارون ـ اسلام‌کلا پر سرحدي لار د ترانسپورتي ستونزو د هواري غوښتنه وکړه.

بلخوا، سید حسن مرتضوي هم د افغانستان او ایران ترمنځ د همکاریو او همغږۍ پر لا پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل، د ویزو د ورکړې د بهیر د اسانتیا، د سوداګریزو لېږدونو د زیاتوالي او د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د شته ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات تر لاس لاندې دي.

هرات او د اسلام‌کلا سرحدي بندر د افغانستان او ایران ترمنځ له مهمو سوداګریزو او ترانزیټي لارو څخه ګڼل کېږي، چې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو راکړو ورکړو لویه برخه له همدې لارې ترسره کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا