د کډوالۍ نړۍوال سازمان په افغانستان کې د اقلیمي بحران په اړه خبرداری ورکړ

د کډوالۍ نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو پراخېدو بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر زیات کړی او ورسره د مرستندویو بنسټونو د ځواب ویلو وړتیا هم له جدي محدودیتونو سره مخ شوې ده.
دغه سازمان ویلي، پرلهپسې سېلابونو، وچکالیو او اقلیمي بدلونونو پورې تړلو نورو طبیعي پېښو په افغانستان کې بشري وضعیت لا پسې سخت کړی او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یې بېړنیو مرستو ته اړتیا زیاته کړې ده.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان په وینا، په داسې حال کې چې د زیانمنو کورنیو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي، شته امکانات او سرچینې د زیاتېدونکو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي او مرستندوی بنسټونه د بودجې او عملي ظرفیت له کمښت سره مخ دي.
د سازمان د معلوماتو له مخې، د نړۍوالو شریکانو او مالي تمویلوونکو په ملاتړ د مرستو بهیر دوام لري او هڅې پر هغو سیمو راڅرخي چې د اقلیمي پېښو له امله یې تر ټولو ډېر زیان لیدلی دی.
کډوالۍ نړۍوال سازمان له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د مالي ملاتړ په زیاتولو او د بشري پروګرامونو د ظرفیت په پیاوړتیا سره، د اقلیمي بحران د اغېزو په کمولو او د افغانستان د خلکو د مخ پر زیاتېدونکو اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.
افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی چې په وروستیو کلونو کې یې د اقلیمي بدلونونو له امله ډېر زیان لیدلی دی.
پرلهپسې سېلابونو، وچکالیو او نورو طبیعي پېښو نه یوازې بنسټیزو تأسیساتو او د خلکو د ژوند سرچینو ته زیان اړولی، بلکې میلیونونه کسان یې بشري مرستو ته اړ کړي او د بشري بحران د لا پراخېدو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

