شهباز شریف او عاصم منیر سعودي عربستان ته تللي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه هېواد لومړی وزیر شهباز شریف او عاصم منیر نن (پنجشنبه) په رسمي سفر سعودي عربستان ته تللي دي.

د یاد وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، ټاکل شوې دا سفر د شنبې تر ورځې دوام وکړي، خو د سفر د اجنډا او نورو جزئیاتو په اړه یې تر اوسه معلومات نه دي خپاره کړي.

دا سفر د پاکستان او سعودي عربستان د دوه‌اړخیزو اړیکو په دوام ترسره کېږي.

تمه ده دواړه لوري د سیاسي، اقتصادي او نورو ګډو همکاریو اړوند پر مهمو موضوعاتو خبرې او نظرونه تبادله کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا