دایکندي کې درې ځوانان د لامبو پر مهال ډوب شوي

د دایکنډي امنیه قوماندانۍ ویلي، درې ځوانان د دغه ولایت په مرکز نیلي کې د «لزیر» سیند کې د لامبو وهلو پر مهال ډوب شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، یاد ځوانان چې عمرونه یې د ۲۱ او ۲۲ کلونو ترمنځ وو، د شهرستان ولسوالۍ د ناوه چهاراسپان کلي اوسېدونکي وو او پېښه د جوزک کلي اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
د معلوماتو له مخې، د ژغورنې ډلې د څه باندې دوه نیم ساعته لټون وروسته د درې واړو جسدونه له سیند څخه راویستل او خپلو کورنیو ته وسپارل.
چارواکو له خلکو غوښتي چې د سیندونو او ژورو اوبو ترڅنګ له احتیاطه کار واخلي او د لامبو پر مهال د خوندیتوب اصول مراعت کړي، څو د ورته دردناکو پېښو مخه ونیول شي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې د معلوماتو له مخې، یوازې تېر کال په هېواد کې د سیندونو او اوبو لګولو کانالونو کې د ډوبېدو له امله ۱۴۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

