ملګرو ملتونو د افغانستان د غنمو د حاصلاتو د خوندي کولو لپاره د مرستې غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (افایاو) خبرداری ورکړی چې د کیمیاوي سرو د بیو لوړېدو د افغانستان د ۲۰۲۷ کال د غنمو حاصلات له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.
دغې ادارې د ستونزې د مخنیوي لپاره د ۳۸.۳ میلیون ډالرو بېړنۍ مالي مرستې غوښتنه کړې ده.
افایاو ویلي، په ترلاسه کېدونکې بودجه به شاوخوا ۶۰۰ زره بزګرو کورنیو ته د ژمنیو غنمو د کر له موسم مخکې اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره په سبسایډۍ برابر شي.
د ادارې په وینا، د ۲۰۲۶ کال د منځني ختیځ له کړکېچ وروسته د کیمیاوي سرو بیې په بېساري ډول لوړې شوې دي. که څه هم سره په بازار کې شته، خو ډېری بزګران یې د پېرلو توان نه لري.
په افغانستان کې د افایاو استازي ریچارډ ټرینچارډ ویلي، بزګران د وچکالۍ له یوه سخت کال وروسته د ښه کرنیز فصل فرصت لري، خو د سرو لوړو بیو دا فرصت له ډېرو بزګرانو اخیستی دی.
د هغه په وینا، اصلي ستونزه د سرو کمښت نه، بلکې لوړې بیې دي.
افایاو خبرداری ورکړی، که بزګران کافي کیمیاوي سره ترلاسه نه کړي، د غنمو حاصلات به کم شي، د کورنیو د خوړو خوندیتوب به زیانمن شي او اقتصادي ستونزې به لا زیاتې شي.
د ادارې په وینا، زیانمنې کورنۍ، د ښځو په مشرۍ کورنۍ او بېرته راستانه شوي کډوال به تر ټولو ډېر اغېزمن شي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د برېښنايي نوملیکنې او کوپون سیسټم له لارې به اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره په سبسایډۍ ووېشل شي، چې تر اوسه پکې له ۱۰۰ زرو ډېرو بزګرانو نوملیکنه کړې ده.
افایاو ټینګار کړی، که اړینه بودجه د سپټمبر تر نیمايي برابره شي، بزګران به وکولای شي د کر له موسم مخکې اړین تخمونه او سره ترلاسه کړي.
د ادارې په وینا، د اصلاح شویو تخمونو، کافي کیمیاوي سرو او مناسبو کرنیزو لارو چارو په ګډې کارونې سره د غنمو حاصلات تر ۳۲.۸ سلنې پورې لوړیدای شي.

