هواپېژندنې ادارې په اتو ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو اټکل کړی

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا د هېواد په اتو ولایتونو کې د ورښتونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
یادې ادارې په خبرپاڼه کې ویلي، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا هغه ولایتونه دي چې پکې د بارانونو او سېلابونو د رامنځته کېدو احتمال شته.
د اټکل له مخې، په بېلابېلو سیمو کې به د ورښت اندازه له ۱۰ تر ۳۰ مليمترو پورې وي.
هواپېژندنې ادارې همدارنګه په مرکزي، ختیځو، سوېلختیځو، سوېلي او لوېدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، دوړو او خاورو د راالوتو اټکل هم کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د بادونو چټکتیا به په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۵ کیلومترو پورې ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله لسګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼو کورونو او عامه زیربناوو ته هم درانه زیانونه اوښتي دي.

