هلمند کې معلولو مجاهدینو ته د استوګنې نمرو وېش پیل شو

په هلمند کې هغو مستحقو معلولو مجاهدینو ته، چې د بدن دوه یا تر دوو ډېر غړي یې معلولیت لري، د استوګنې نمرو وېش په رسمي ډول پیل شو.

د هلمند کور او ښار جوړولو ریاست وايي، دغه پروسه نن، شنبه د زمري ۱۷مه، د اسلامي امارت د کابینې د مقام د ۱۶مې مصوبې له حکم سره سم پیل شوې ده.

د چارواکو په وینا، د استوګنې نمرو د وېش پر مهال به د مستحقو کسانو اسناد او اړوند معلومات وارزول شي، څو د تخصیص بهیر د روڼتیا، عدالت او ټاکل شوو اصولو له مخې ترسره شي او هر مستحق کس خپله قانوني برخه ترلاسه کړي.

د هلمند کور او ښار جوړولو ریاست وايي، د پروسې ټول پړاوونه به د اړوندو مقرراتو له مخې بشپړ شي او مستحقو معلولو مجاهدینو ته به د استوګنې ځای برابرولو په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا