هرات کې د ځمکې لاندې ارزښتناکو توکو موندلو ۱۰ دستګاوې نیول شوې

د کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو د اسلامکلا پر لار ۱۰ هغه وسایل کشف او ترلاسه کړي چې تر ځمکې لاندې د قیمتي توکو او لرغونو اثارو موندلو لپاره کارېږي.
دغه وزارت نن یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د یادې قضیې په تړاو یو کس نیول شوی او له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوی دی.

