سراجالدین حقاني د سپېرې او ګیانخېلو ترمنځ اوږدمهاله شخړه هواره کړه

د خوست ولایت مقام وایي، د دغه ولایت سپېرې او د پکتیکا ګیانخېلو قومونو ترمنځ د غرونو پر سر له کلونو راهیسې روانه خونړۍ شخړه د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني په منځګړیتوب حل شوې ده.
د خوست ولایت مقام په خبرپاڼه کې ویلي، په دې اوږدمهاله شخړه کې له ۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي وو.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو په خپلو سیمو کې ځمکني ماینونه ځای پر ځای کړي وو او یو پر بل یې د درنو وسلو بریدونه کول.
د سرچینې په وینا، د شخړې هواري سره به د دواړو قومونو ترمنځ د اوږدې دښمنۍ لړۍ پای ته ورسېږي او د سیمې خلکو ته به د خوندي ژوند زمینه برابره شي.

