پنجشېر کې د سلګونو ځوانو جوړو ګډ واده ترسره کېږي

پنجشېر سیمهییز چارواکي وایي، په دې ولایت کې به د لومړي ځل لپاره د سلګونو ځوانو جوړو ګډ واده ترسره شي.
چارواکي وايي، دغه مراسم به د یوې خیریه ادارې په همکارۍ جوړ شي او د پنجشېر له اوو ولسوالیو او مرکز څخه به هغه ځوانې جوړې پکې ګډون وکړي چې د اقتصادي ستونزو له امله یې د واده مراسم نه شوای ترسره کولی.
سیمهییزو مسوولینو د دغه اقدام هرکلی کړی او دا یې د ځوانانو د ملاتړ او د واده لګښتونو کمولو لپاره مهم ګام بللی دی.

