د اسلامي امارت معلولو شوو ځواکونو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوه

د کور او ښار جوړونې وزارت په هلمند ولایت کې هغو معلول شوو غړو ته د ځمکو وېش پیل کړی چې د جګړو پر مهال یې دوه یا تر هغه ډېر د بدن غړي له لاسه ورکړي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې پړاو کې هر مستحق کس ته پنځه بسوې ځمکه ورکول کېږي او ټاکل شوې چې دغه بهیر وروسته نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.

