نورالله نوري د یفتل ولسوالۍ د شخړې د څېړنې لپاره بدخشان ته تللی

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري په مشرۍ یو پلاوی بدخشان ته تللی، څو یفتل ولسوالۍ کې د ځایي خلکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ رامنځته شوې شخړه وڅېړي.

یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، نوري د رییس‌الوزرا ملا محمدحسن اخند په لارښوونه، د یوه پلاوي په مشرۍ بدخشان ته سفر کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، په یفتل ولسوالۍ کې د خلکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په شوې شخړه کې یو شمېر ملکي او نظامي کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

پلاوي د بدخشان والي مولوي امان‌الدین منصور په ملتیا، له فیض‌اباد ښار څخه د پېښې د څېړنې لپاره د یفتل ولسوالۍ اتفاق بازار ته سفر کړی دی.

ملا نورالله نوري ویلي، د اسلامي امارت په لیکو کې تبعیض، قوم‌پالنه، سمت‌پالنه او نژادپالنه ځای نه لري او له ټولو خلکو سره یو ډول چلند کېږي.

نوموړي ویلي، د پېښې له بشپړې څېړنې وروسته به عاملین د قانون منګولو ته وسپارل شي.

پلاوي هم ځايي خلکو ته ډاډ ورکړی چې موضوع به په جدي توګه وڅېړل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا