امریکا د محمودشاه حبیبي د موندلو لپاره پنځه میلیونه ډالره جایزه بیا اعلان کړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د محمود شاه حبیبي د ځای موندلو او بېرته ستنولو په اړه د ګټورو معلوماتو په بدل کې تر پنځو میلیونو امریکايي ډالرو پورې انعام اعلان کړی دی.
د امریکا فدرالي تحقیقاتو اداره (FBI) وايي، افغانالاصله امریکايي وګړی او د افغانستان د ملکي هوايي چلند پخوانی رئیس محمود شاه حبیبي د ۲۰۲۲ کال په اګسټ کې کابل کې خپل کور ته نږدې نیول شوی دی.
د FBI په وینا، حبیبي له خپل موټرچلوونکي او د «اسیا مشورتي ګروپ» له ۲۹ کارکوونکو سره یوځای نیول شوی و.
امریکايي چارواکي وايي، له حبیبي او یوه بل کس پرته نور ټول کسان وروسته خوشې شول، خو له حبیبي سره له نیول کېدو وروسته هېڅ اړیکه نه ده شوې.
اسلامي امارت تر دې وړاندې ویلي چې محمود شاه حبیبي یې نه دی نیولی او په اړه یې معلومات نه لري.

