شنبه د زمري ۲۴مه په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی چې د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري ۲۴مه، شنبه، په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.
یاد وزارت ویلي، دغه ورځ په افغانستان کې د اسلامي امارت واک ته د بېرته رسېدو له پنځمې کلیزې سره برابره ده.
وزارت له ټولو اړوندو ادارو او بنسټونو غوښتي چې د پرېکړې له مخې، شنبه د عمومي رخصتۍ په توګه په پام کې ونیسي.

