پنجشېر کې د ۱۰ میلیونه ډالرو په پانګونه دوه فابریکې جوړېږي

د پنجشېر سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د درملو او غیرالکولي مشروباتو تولید دوو فابریکو جوړولو چارې شاوخوا ۱۰ میلیون ډالره پانګونې سره پیل شوې دي.
د پنجشېر والي ویاند سیفالدین لټون ویلي، پروژه څلورو کورنیو پانګهوالو پلې کوي او ټاکل شوې پانګونه یې په راتلونکې کې ۲۸ میلیون ډالرو ته ورسېږي.
د معلوماتو له مخې، په لومړۍ مرحله کې به معدني اوبه، طبیعي جوس، غیرالکولي مشروبات، ORS محلول او سیروم تولیدېږي، او په دویم پړاو کې به د لبنیاتو تولید هم پیل شي.
مسوولین وایي، د دغو فابریکو په جوړېدو سره به له ۵۰۰ ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د پنجشېر سیمهییز مسوولین زیاتوي، په دغه ولایت کې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته ګڼې کوچنۍ او لویې پروژې پیل شوې او د ورته نورو پروژو د پلي کېدو لپاره هم هڅې روانې دي.

