عیسی ثاني تورغونډۍ کې د اوسپنې پټلۍ تمځای د پراختیا چارې وکتلې

د ټولګټو چارو وزیر محمد عیسی ثاني هرات ته د سفر پر مهال د تورغونډۍ بندر د اوسپنې پټلۍ تمځای پراختیا او نویو جوړېدونکو تاسیساتو کاري بهیر ارزولی دی.

د ټولګټو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، عیسی ثاني د سفر پر مهال د ترکمنستان د «دیمیریول ګورلوشیک» دولتي شرکت له رییس سردار قربانوف سره هم لیدلي او د پروژې د پرمختګ، شته ستونزو او تخنیکي مشخصاتو په اړه یې خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې عیسی ثاني ټینګار کړی چې پروژه دې د لاسلیک شوي تفاهم‌لیک له مخې بشپړه شي.

ترکمنستاني لوري هم ډاډ ورکړی چې چارې به په ټاکلي وخت، غوره کیفیت او تخنیکي معیارونو سره بشپړې کړي.

تورغونډۍ بندر د هرات په شمال لوېدیځ کې د افغانستان او ترکمنستان پر پوله موقعیت لري او د منځنۍ اسیا او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږد لپاره له مهمو ترانزیټي مسیرونو څخه ګڼل کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا