احمد مسعود وایي زموږ غوښتنه د اسلامي امارت بشپړ نابودول نه دي

احمد مسعود، د ملي مقاومت جبهې مشر، وایي چې د حکومت مخالفو سیاسي جریانونو د افغانستان راتلونکي په اړه ګډې طرحې ته نږدې شوي او هڅه کوي یوه ګډه نقشه جوړه کړي، څو هېواد کې د سیاسي مشروعیت لپاره زمینه برابره شي.

مسعود ویلي، د دغو جریانونو هدف د اسلامي امارت له منځه وړل نه دي، بلکې هڅه کوي داسې سیاسي نظام رامنځته شي چې د خلکو پر اراده ولاړ وي.

نوموړي شنبه، د چنګاښ په شلمه، له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، د اسلامي امارت مخالفې ډلې هڅه کوي د هېواد سیاسي راتلونکي په اړه ګډ دریځ رامنځته کړي.

هغه زیاته کړې، هدف یې د یوه ځانګړي کس یا ډلې واک ته رسول نه دي، بلکې غواړي داسې زمینه برابره شي چې افغانان خپله د راتلونکي سیاسي نظام په اړه پرېکړه وکړي.

مسعود له اسلامي امارت غوښتي چې د خبرو او سیاسي تفاهم له لارې د ټولګډونه حکومت جوړولو لپاره مذاکرې ته کېني او ویلي یې دي چې د هېواد راتلونکی باید د خبرو له لارې وټاکل شي.

نوموړي همداراز ویلي، د اسلامي امارت مخالفې ډلې ګډ هدف لري او غواړي افغانستان خپلواک، اباد او ازاد وي او سیاسي مشروعیت یې د خلکو له ارادې سرچینه واخلي.

مسعود ټینګار کړی چې د اسلامي امارت اوسنی وضعیت د افغانستان د تاریخ پای نه دی او د نوموړي په وینا، د هېواد راتلونکی باید د افغانانو په اراده او پرېکړه وټاکل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا