یو پخوانی افغان ژباړن په برېتانیا کې د جنسي تېري په جرم په ۷ کاله بند محکوم شو

د سکاټلنډ اډینبرا عالي محکمې پخوانی افغان ژباړن عبدالنبي زاده پر یوې ۱۹ کلنې نجلۍ د جنسي تېري په جرم په اووه کاله بند محکوم کړی دی.
د راپورونو له مخې، پېښه د ۲۰۲۱ کال په نومبر میاشت کې شوې ده.
عبدالنبي زاده چې په سکاټلنډ کې ټکسي چلوونکی و، ۱۹ کلنه نجلۍ له یوې مېلمستیا وروسته د کور پر ځای بلې سیمې ته بېولې او هلته یې پرې جنسي تېری کړی دی.
د محکمې د اسنادو له مخې، قاضي جان موریس دغه پېښه جدي جرم بللی او ویلي یې دي چې پر نجلۍ هغه مهال تېری شوی چې نشه وه.
د عبدالنبي زاده وکیل محکمې ته ویلي چې نوموړي په افغانستان کې د برېتانیا، امریکا او ډنمارک له ځواکونو سره د ژباړن په توګه کار کړی او اوس په برېتانیا کې د دایمي استوګنې اجازه لري. د وکیل په وینا، نوموړی څلور ماشومان لري او له محکومیت وروسته افغانستان ته د بېرته ستنولو احتمال په اړه اندېښمن دی.
محکمې د جرم له دروندوالي سره سم عبدالنبي زاده په اووه کاله بند محکوم کړی او نوم یې د تل لپاره د جنسي مجرمانو په نوملړ کې شامل کړی دی.

