د روغتیا وزیر له روغتیاپالانو د روږدو ناروغانو د ښه چلند غوښتنه وکړه

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي هرات ته د سفر پر مهال د روږدو کسانو د درملنې روغتون څخه لیدنه وکړه او روغتیايي کارکوونکو ته یې سپارښتنه وکړه چې له ناروغانو سره ښه او مسلکي چلند وکړي او د درملنې بهیر ته جدي پاملرنه ولري.
د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، جلالي د هرات سفر پر مهال روغتون ته تللی او د روغتیايي خدمتونو، درملنې بهیر او موجودو امکاناتو وضعیت یې له نږدې ارزولی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، په دې لیدنه کې د روږدو کسانو د درملنې بهیر، ناروغانو ته وړاندې کېدونکي روغتیايي خدمات او شته امکانات وکتل شول.
نور جلال جلالي ویلي، د روږدو کسانو درملنه او هغوی ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کول د عامې روغتیا وزارت له مهمو مسوولیتونو څخه دي.
نوموړي اړوندو مسوولانو ته سپارښتنه کړې چې د خدمتونو کیفیت لوړ او د ناروغانو اړتیاوو ته پر وخت رسېدنه وکړي.
عامې روغتیا وزارت وايي، د روږدو کسانو د درملنې او روغتیايي خدمتونو د لا ښه والي لپاره به خپلې هڅې روانې وساتي.

