مجاهد د یوناما راپور ته امنیتي ځواکونه د خپلو کړنو ځواب‌ویونکي دي

د یوناما له تازه راپور وروسته، چې په افغانستان کې یې د امنیتي ادارو د روڼتیا او حساب‌ورکونې وضعیت ارزولی، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې امنیتي ځواکونه خپلو کړنو ته ځواب‌ویونکي دي او د امنیتي ادارو د حساب‌ورکونې د پیاوړتیا هڅې روانې دي.

مجاهد ویلي، کېدای شي په ځینو برخو کې ستونزې موجودې وي، خو په ټوله کې امنیتي ځواکونه خپلې سپارل شوې دندې ترسره کوي. هغه ټینګار کړی چې په هېواد کې اوسنی امنیت د امنیتي ځواکونو د هڅو پایله ده.

بلخوا، یوناما په خپل تازه ۲۸ مخیز راپور کې ویلي چې د افغانستان په امنیتي ادارو کې د روڼتیا او حساب‌ورکونې په برخه کې لا هم ځینې تشې شته.

یوناما په راپور کې د پوځي محکمو له لوري د ملکي وګړو پر محاکمه هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د نړیوالو بشري حقونو له معیارونو سره سم، ملکي وګړي باید په عادي شرایطو کې د خپلواکو ملکي محکمو له لوري محاکمه شي.

حقوقي کارپوه خلیل احمد نادم هم د امنیتي ادارو د روڼتیا او حساب‌ورکونې پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې خلک باید پوه شي، محاکمې څنګه ترسره کېږي او ایا عادلانه بهیر پکې مراعاتېږي که نه.

یوناما له اړوندو چارواکو غوښتي چې امنیتي ځواکونو ته د مسلکي چلند معیارونه پیاوړي او د سرغړونو د راپور ورکولو بهیر لا منظم کړي.

تر اوسه اسلامي امارت د یوناما په راپور کې د پوځي محکمو د صلاحیتونو په اړه د مطرح شویو اندېښنو په تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا