یونسکو د افغان نجونو د زده‌کړو حق د سمدستي اعادې غوښتنه کړې

یونسکو د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو پنځمې کلیزې په درشل کې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده‌کړو حق د سمدستي او بې‌قیدوشرطه بېرته اعادې غوښتنه کړې ده.

یاد سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې ښځې او نجونې په رسمي ډول له لومړنیو زده‌کړو پورته کچو ته له لاسرسي محرومې دي.

د یونسکو په وینا، په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲.۴ میلیونه نجونې منځنیو زده‌کړو ته له لاسرسي بې‌برخې دي.

یونسکو زیاته کړې، نږدې ۷۰ زره کسانو یې له ښوونیزو او مهارت‌زده‌کړې پروګرامونو ګټه اخیستې چې ۷۳ سلنه یې ښځې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا