غزني قره‌باغ کې یو کس وژل شوی او یو تن نیول شوی

د غزني امنیه قومانداني وایي، په قره‌باغ ولسوالۍ کې ناپېژانده کسانو یو سړی وژلی دی.

د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، پېښه تېره ورځ د قره‌باغ ولسوالۍ په شادي‌خان کلا سیمه کې شوې ده.

سرچینه زیاتوي، امنیتي ځواکونه له پېښې وروسته سیمې ته رسېدلي او په تړاو یې یو کس نیولی دی.

د غزني امنیه قومانداني وایي، د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا