بلخ کې ۱۶ کیلوګرامه نشهيي توکي او سلګونه ګولۍ نیول شوې

د کورنیو چارو وزارت وايي، په بلخ ولایت کې امنیتي ځواکونو ۱۶ کیلوګرامه تریاک، چرس، شیشه او سلګونه نشهيي ګولۍ کشف او ضبط کړې دي.
وزارت په خپله اېکسپاڼه کې ویلي، یاد توکي د بلخ امنیې قوماندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې ځواکونو له لوري ترلاسه شوي او په تړاو یې درې کسان هم نیول شوي دي.
د سرچینې په وینا، نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې په هېواد کې د نشهيي توکو د قاچاق او هر ډول کاروبار مخنیوي لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
وزارت وايي، له نږدې پنځو کلونو راهیسې یې د نشهيي توکو ګڼې کارخونې کشف او له منځه وړي او د دغو توکو یو شمېر کاروباریان یې هم نیولي دي.

